ads

نن افغانستان له ايرلنډ سره برخليک ټاکونکې لوبه کوي

د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي سياليو په دوهم پړاو کې افغانستان خپله دوهمه ۵۰ اوريزه لوبه له متحده عربي اماراتو وګټله.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 وری 1397
نن افغانستان له ايرلنډ سره برخليک ټاکونکې لوبه کوي

د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي سياليو په دوهم پړاو کې افغانستان خپله دوهمه ۵۰ اوريزه لوبه له متحده عربي اماراتو وګټله.

د لوبې پچه د اماراتو د كركټ ملي لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وكړه.

اماراتي لوبډلې په ۴۳ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وكړې او افغانستان ته يې ۱۷۸ منډې هدف وټاكه، خو افغان لوبډلې وركړل شوى هدف په ۳۴ اعشاريه ۳ اورونو كې د پنځو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ.

تر دې وړاندې د غوراوي سياليو د دوهم پړاو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ويسټ انډيز ته ماتې ورکړې وه.

افغان لوبډله به خپله درېيمه لوبه د راتلونكې جمعې په ورځ له ايرلنډۍ لوبډلې سره وكړي.

د كركټ د نړيوال جام د غوراوي لوبو په دوهم پړاو کې شپږ لوبډلې ګډون لري، چې يوازې دوه به يې نړيوال جام ته لاره ومومي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA