ads

د مک ماسټر پر ځای دامريکا يو پخوانی ديپلومات ګمارل کېږي

امريکايي رسنۍ وايي مک ماسټر به د ټرمپ له لوري له دندې ګوښه شي او پر ځای به يې په ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانی استازي جان بالتن وټاکل شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
3 وری 1397
د مک ماسټر پر ځای  دامريکا يو پخوانی ديپلومات ګمارل کېږي

امريکايي رسنۍ وايي مک ماسټر به د ټرمپ له لوري له دندې ګوښه شي او پر ځای به يې په ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانی استازي جان بالتن وټاکل شي.

ټرمپ تېره ورځ د مک ماسټر له فعاليتونو او خدماتو مننه کړې ده او ويلي يې دي، چې د اپريل له نهمې وروسته به جان بالتن دده د ملي امنيت سلا کار وي.

جان بالتن يو له هغو کسانو دی، چې د شمالي کوريا او ايران پر وړاندې سخت دريځ لري. هغه ان ددې پلوي دی، چې پر ايران او شمالي کوريا دې د امريکا نظامي بريدونه وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA