پخواني جهادي قومندان او د هرات پخواني والي اسماعيل خان د طالبانو د وروستيو څرګندونو په ځواب کې ويلي، چې دغه ډله دې په افغانستان کې خبرو او مذاکراتو ته زړه ښه کړي.
اسماعيل خان ويلي، دی تيار دی، چې له ټولو سياسي او جهادي ګوندونو سره د طالب مشرانو د خبرو تابيا وکړي او د سولې زمينه برابره کړي.
څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په يوه خبرپاڼه کې د اسماعيل خان پر خبرو غبرګون ښودلی و.
دوی ويلي وو، هر جهادي قومندان او هغه څوک چې د سولې خبرې غواړي نو په قطر کې دې د طالبانو له دفتر سره په اړيکه کې شي. اسماعيل خان بيا ويلي چې دوي له وسله والو طالبانو سره د سولې پلويان دي خو دغه ډله دې د ننه په افغانستان کې خبرو او مذاکراتو ته تياري وښيي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ