د بلخ پخوانى والي عطاء محمد نور وايي، د ارګ او جمعيت اسلامي ګوند ترمنځ ستونزه هواره شوې او هوکړې ته رسېدلي دي.
نوموړي دا څرګندونې نن په مزار شريف ښار کې د نوي کال د جشن د مراسمو په پيل کې وکړې.
نور وويل، د ارګ او جمعيت اسلامي ګوند ترمنځ نوی هوکړه ليک به ژر اعلان شي.
د بلخ پخواني والي پرته له دې، چې د چا نوم واخلي زياته كړه، د دغه ولايت لپاره يې درې كسان غوره کړي او هغه كس به ترې د والي په توګه ټاكل كېږي، چې خلک ورسره رضايت ولري.
نور ټينګار وکړ، د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق بايد پر خپلې دندې پاتې او هېواد ته د جمهور رئيس د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د راتګ زمينه برابره شي.
شاوخوا درې مياشتې مخكې جمهوري رياست اعلان وکړ، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني د بلخ د والي استعفا منلې ده.
ارګ د بلخ لپاره محمد داود د نوي والي په توګه وټاکه، خو عطا محمد نور دا پرېکړه ونه منله.