ads

د کابل ـ کندهار په لويه لاره د ټرافيکې پېښې له کبله ۱۷ تنه ټپيان شوي

د کابل ـ کندهار په لويه لاره په ميدان وردګو ولايت کې د ټرافيکي پېښې له کبله ۱۷ تنه ټپيان شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 کب 1396
د کابل ـ کندهار په لويه لاره د ټرافيکې پېښې له کبله ۱۷ تنه ټپيان شوي

د کابل ـ کندهار په لويه لاره په ميدان وردګو ولايت کې د ټرافيکي پېښې له کبله ۱۷ تنه ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو ولايت له امنيه قومندانۍ کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه پرون له غرمې وروسته د کابل کندهار پر لويه لاره د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ په بادام سيمه کې رامنځته شوې ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دې پېښه کې د ۳ ښځو او ۵ ماشومانو په ګډون ۱۷ تنه ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له پېښې وروسته ټپيان د پوليسو له لوري د کابل ښار روغتونونو ته رسول شوي دي او د درېيو تنو وضعيت يې د اندېښنې وړ دی.

د يادولو ده چې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د سړک د خرابوالي له کبله په دغه لويه لاره ډېری وخت ټرافيکي پېښې رامنځته کېږي او خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA