د امريکا د وسله والو ځواکونو لوی درستيز افغانستان ته راغلی دی. ټاکل شوې نوموړی په افغانستان کې د نړيوالو او افغان ځواکونو حالت وارزوي.
ډنفورد له نوموړي سره په سفر کې ملګرو خبريالانو ته ويلي، غواړي پوه شي چې نړيوال ځواکونه په افغانستان کې د پرمختګ کومې اغېزناکې لارې سنجولی شي.
د امريکا د وسله والو ځواکونو لوی درستيز جنرال جوزيف ډنفورد داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې تر ده وړاندې د امريکا دفاع وزير جيمز ماټيس هم افغانستان ته سفر کړی و.
جوزيف ډنفورډ يو دوره له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې د امريکا او ايتلافي ځواکونو قومندان هم پاتې شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ