ads

اصغر ستانکزی لوبډلې ته راستون شو

د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزی بېرته لوبډلې ته راستون شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 کب 1396
اصغر ستانکزی لوبډلې ته راستون شو

د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزی بېرته لوبډلې ته راستون شو.

کرکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې اصغر ستانکزی نن د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د افغانستان په لوبه کې برخه اخلي. نوموړی څه موده وړاندې د اپنډېکس عمليات له کبله له لوبډلې لرې شوی و.

نوموړی به د افسر ځاځي پر ځای د نړيوال جام د غوراوي پړاو په روانو سياليو کې د افغانستان د لوبډلې په نوملړ کې راشي، افسر ځاځی پرون د لوبډلې د تمريناتو په لړ کې ټپي شوی و.

تر دې مهاله چې اصغر ستانکزی په لوبډله کې نه و، لوبډلمشري راشدخان کوله، خو نن څرګنده نه ده چې اصغر ستانکزی به د ملي لوبډلې مشري هم وکړي او که نه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA