ويلاديمير پوتين په څلورم ځل د شپږو كلونو لپاره د روسيې د جمهوري رياست چوكۍ خپله كړه.
د جمهوري رياست د پرونيو ټاكنو د نيږدې ټولو شمېرل شوو رايو پايله ښيي، چې پوتين ۷۶ اعشاريه ۶ فيصده رايې ترلاسه كړې دي.
په همدې حال کې د ټاكنو په پروسه کې د درغليو او پر راى وركووونكو د فشارونو د زرګونو پېښو راپور وركړل شوى دى.
په دې ټاكنو کې له پوتين سره اوو نورو كسانو ځانونه کانديد کړي وو.
نوموړى له تېرو ۱۸ كلونو راهيسې د روسيې جمهور رئيس دى او پر خپلې چوكۍ به تر ۲۰۲۴ كاله پاتې شي.
د چين جمهور رئيس شي جين پينګ لومړنى بهرنى مشر دى، چې پوتين ته يې په ټاكنو كې د بريا مبارکي ويلې ده.
د هغه په وينا، بيجينګ چمتو دى، چې له مسكو سره په لوړه كچه د اړيکو د ټينګښت او ساتلو لپاره کار وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ