ads

د پکتيکا اعتراض کوونکو په مشروط ډول اعتراض پاى ته ورساوه

د پکتيکا اعتراض کوونکو له اوو ورځو وروسته خپل اعتراض هغه مهال پاى ته ورساوه، چې د درېیو ولایتونو چارواکو دغه ولايت ته پر غځېدلو لارو د امنیت د ټینګښت او د ستونزو د حل ژمنه وكړه.
د پکتيکا سلګونو اوسېدونکو له تېرو اوو ورځو راهيسې د تحصن خېمه درولې وه او هم يې د ولايتي شورا دروازه تړلې وه.
دوى ويل، چې د پکتيکا – غزني او پکتیکا – ګردېز پر لويو لارو د وسله والو طالبانو له لورې هره ورځ پکتیکا وال وژل کېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
28 کب 1396

د یکشنبې په ورځ د پکتيکا، غزني او پکتيا والیان او امنیتي چاراوکي اعتراض کوونکو ته ورغلل او له دوى سره يې د يادې ستونزې د حل ژمنې وکړې.
د غزني والي عبدالکريم متين اعتراض کوونکو ته وويل، چې د پلان له مخې به د يوې اونۍ په اوږدو کې د غزني – پکتيکا لويې لارې امنيت ټينګ کړي.
خو ده له پکتیکا والو وغوښتل: “کسان تاسو راکړئ او امکانات به موږ درته برابر کړو، ترڅو د دې لويې لارې امنیت تاسو په خپله وساتئ.”
د پکتيا والي شميم خان کټوازي هم په يادو لارو کې د پکتيکاوالو وژل تاييد کړل او تور يې پورې کړ، چې د غزني – پکتيکا د لويې لارې امنيتي مسوولين له طالبانو سره لاس لري او هم د لارې له موټرونو پيسې اخلي.
ده وويل، چې د پکتيکا – غزني لويې لارې د امن کولو لپاره به تر خپلې وسې همکاري وکړي.
دغه راز د ۲۰۳ تندر قول اردو د جنوب ختیځ زون قوماندان تورن جنرال شعور ګل وويل، چې د يادې لارې د امنيت د تامين لپاره به ډېر ژر د غزني – پکتيکا لويې لارې د امنيتي پوستو مسوولينو پر ځاى نور کسان په دندو وګوماري.
هغه زياته كړه، چې د دې لارې په اوږدو کې به د يوې مودې لپاره د ملي اردو سرتېري هم ولاړ وي، ترڅو خلک په ارامه تګ راتګ وکړي.
د نوموړي په خبره، په دې لار کې به د ډاډمن امنيت په موخه په نيږدې راتلونکي کې د ملي اردو يو کنډک هم ځاى پر ځاى کړي.
بل لور ته د اعتراض کوونکو په استازيتوب يعقوب خان منظور وويل، چې د چارواکو له ژمنو سره سم به خېمه لرې او د ولايتي شورا دروازه خلاصه کړي.
خو هغه زياته کړه: “موږ لاریونوال دا خېمه په مشروط ډول لرې کوو، که چېرې ژمنې عملي نه شوې، بل ځل په لويو لاريونونو لاس پورې کوو او د ارګ په مخ کې به د تحصن خېمه ودروو.”
د پکتيکا د ولايتي شورا او اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو مياشتو کې د غزني – پکتيکا پر لويه لار ١٥٠ دولتي کارکوونکي او عام خلک وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA