ads

كندهار كې د نوي كال د جشن نمانځنې لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي

د كندهار ولايتي چارواكي وايي، چې په دغه ولايت كې د نوي كال د جشن نمانځنې او د مېله والو د خوښيو مراسمو لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي دي.
د کندهار د والي وياند قدرت الله خوشبخت له کليد سره په خبرو کې وويل، په دغو امنيتي تدابيرو کې ټول افغان ځواکونه ملي پوليس، ملي اردو او ملي امنيت په پوره توګه برخه اخلي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 کب 1396

خوشبخت له خلکو هم غوښتنه وکړه، چې د لا ښه امنيت په تامين کې دې ورسره مرسته وکړي.
د کندهار اوسېدونکي د امنيتي ځواکونو له دغه اقدامه خوښ او د نوي کال په شپو او ورځو کې د ډاډمن امنيت غوښتونکي دي.
هر كال د وري په لومړۍ نېټه د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د نوي کال جشن په ځانګړو مراسمو نمانځل كېږي او په شاه مقصود اغا زيارت کې جنډه پورته کېږي، چې د کندهار ترڅنګ له ګاونډيو ولايتونو څخه هم په زرګونو خلک او دولتي چارواکي په کې برخه اخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA