د بلخ ولايت چارواکي وايي، د نوروز جشن د نمانځنې لپاره يې هر ډول چمتووالی بشپړ کړی دی.
د بلخ د پوليسو وياند شيرجان درانی وايي، د ګل سرخ مېلې په رانېږدې کېدو سره، د نوروز جشن لپاره تياری بشپړ شوی دی.
د نوموړي په خبره، څلور زره ګډو امنيتي سرتېرو ته مسووليت سپارل شوی چې د نوروز جشن د مراسمو امنيت ټينګ کړي.
درانى زياتوي، پر پوليسو سربېره د ملي اردو او ملي امنيت ځواکونه هم د نوروز جشن د ښې نمانځنې لپاره امنيتي ګزمې او چېک پواينټونه لري.
د پوليسو په وينا، بلخ ولايت ته غځېدلو لويو لارو کې د شپې او ورځې امنيتي ګزمې ترسره کېږي او سربېره پر دې، هېچا ته اجازه نه شته، چې مزار شريف ښار ته له وسلو سره داخل شي، دننه په ښار کې هم سيار چېک پواينټونه فعال دي.
په همدې حال كې د مزار شريف ښاروالۍ د تنظيف آمر ضياء الحق عطايي كليد ته وويل، راتلونكى كال د ښار د پاكولو او رنګولو ترڅنګ دوى د روضې مباركې شاوخوا څلور ښوونځي د مېلمنو پالنې ته چمتو كړي دي.
د مزار شريف ښار اوسېدونکو هم د نوروز جشن د نمانځنې په هدف لازمې تيارۍ نيولې دي.