ads

افغان حكومت: له پاكستان سره د دولت په دولت خبرو پايله به د افغانانو په خوښه وي

ارګ وايي، هيله من دى، چې له پاكستان سره د دولت په دولت خبرو په پايله كې به يوې داسې نتيجې ته ورسېږي، چې افغانان يې غواړي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د كابل پروسې په دوهمه غونډه كې طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې خبرو د وړانديز ترڅنګ له پاكستان سره د دولتونو په كچه د خبرو اعلان وكړ، له دې وروسته د شنبې په ورځ د پاكستان د ملي امنيت سلاكار ناصر خان جنجوعه كابل ته راغى او جمهور رئيس غني د هغه په واسطه د پاكستان لومړي وزير ته كابل ته د سفر بلنه وركړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 کب 1396
افغان حكومت: له پاكستان سره د دولت په دولت خبرو پايله به د افغانانو په خوښه وي
ارګ ماڼۍ

ارګ وايي، هيله من دى، چې له پاكستان سره د دولت په دولت خبرو په پايله كې به يوې داسې نتيجې ته ورسېږي، چې افغانان يې غواړي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د كابل پروسې په دوهمه غونډه كې طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې خبرو د وړانديز ترڅنګ له پاكستان سره د دولتونو په كچه د خبرو اعلان وكړ، له دې وروسته د شنبې په ورځ د پاكستان د ملي امنيت سلاكار ناصر خان جنجوعه كابل ته راغى او جمهور رئيس غني د هغه په واسطه د پاكستان لومړي وزير ته كابل ته د سفر بلنه وركړه.
د جمهور رئيس د وياند مرستيال دواخان مينه پال كليد سره په خبرو كې وويل، د پاكستان د ملي امنيت سلاكار هم د دولتونو په كچه د خبرو ملاتړ كړى او دوى هيله من دي، چې د دولتونو په كچه خبرې به يوې مطلوبې نتيجې ته ورسېږي.
خو د سياسي چارو يو شمېر شنونكي بيا د افغانستان او پاكستان د چارواكو تګ راتګ ته ډېر هيله من نه دي او وايي، په تېرو كلونو كې هم د لوړپوړو چارواكو ګڼ سفرونه شوي، خو كومه نتيجه يې نه درلوده.
د سياسي چارو شنونكى سيد ناصر موسوي وايي، دا چې افغان حكومت دغو سفرونو ته هيله مندي ښيي، يوازې غواړي په دې كار سره عامه افكار آرام كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې پر پاكستان د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريكا فشارونه زيات شوي او ځينې شنونكي وايي، پاكستان د نړيوالې ټولنې د فشارونو له كبله اوس له افغان سولې سره مرسته كوي، خو د سياسي چارو شنونكى سيد ناصر موسوي بيا د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريكا فشارونو ته هم د شك په سترګه ګوري او زياتوي، چې امريكا تل د خپلو ګټو پر بنسټ چلند كوي.
نوموړى افغان حكومت ته سپارښتنه كوي، چې يوازې د امريكا په فشارونو بسنه ونه كړي او په وينا يې، افغان حكومت بايد د سيمې له هېوادونو سره د خبرو او د اړيكې د ښه كولو تګلاره هم تر لاس لاندې ولري.
دا په داسې حال كې ده، چې افغانستان او امريكا تل پاكستان د افغان حكومت د وسله والو مخالفينو په ملاتړ تورن كړى، خو اسلام اباد دا تور ردوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA