ټاكل شوې د پاكستان د ملي امنيت سلاكار ناصر خان جنجوعه له افغان چارواكو سره د خبرو په هدف نن كابل ته راشي.
پاكستاني چارواكي وايي، جنجوعه او افغان چارواكي به د اسلام اباد او كابل پر كړكېچنو اړيكو او همدارنګه له ترهګرۍ سره پر مبارزې وغږېږي.
د پاكستان د ملي امنيت سلاكار به، چې د خپل افغان سيال محمد حنيف اتمر په بلنې كابل ته راځي، له جمهور رئيس محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د ملي امنيت له عمومي رئيس محمد معصوم ستانكزي سره وګوري.
دغه لوړپوړى پاكستانى چارواكى په داسې حال كې كابل ته سفر كوي، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې جمهور رئيس غني وويل، د ملي يووالي حكومت چمتو دى، چې له طالبانو سره له قيد او شرط پرته خبرې وكړي.
نوموړي زياته كړه، كابل همداراز چمتو دى، چې طالبان د يوې مشروع سياسي ډلې په توګه په رسميت وپېژني او افغانستان غواړي له پاكستان سره هم دولت په دولت هراړخيز مذاكرات ترسره كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د سولې خبرو د پيل لپاره د افغان حكومت د تازه وړانديز د منلو په خاطر پر طالبانو فشارونه د زياتېدو په حال كې دي.
كابل او واشنګټن وايي، چې پاكستان له وسله والو طالبانو او حقاني شبكې ملاتړ كوي او د دغو ډلو مشرانو ته يې پناه وركړې، خو اسلام اباد دا ادعا ردوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ