په خوست ولايت كې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې درې اونۍ يې دوام وكړ، د متون بابا کلب په بريا پرون مازديګر پاى ته ورسېدې.
د فوټبال د ځايي فدراسيون استازى عبدالفتاح واکمن وايي، د لوبو هدف يې د فوټبال په برخه كې پانګونې ته د سوداګرو جلبول وو.
د واکمن په خبره، د فوټبال دغه سيالۍ د خوست ښار د لوېديځې برخې د شهيدانو په لوبغالي كې ترسره شوې.
بايد وويل شي، چې فوټبال لوبه په خوست ولايت كې د غوړېدو په حال كې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ