ګردېز ښاروالۍ د ښار د تنظيم؛ ښکلا او پاکوالي په هدف د ښار په مختلفو برخو کې د ۵۰۰۰ متره مربع پيادرونو د اساسي جوړونې چارې نن پيل کړې.
ګردېز ښاروال عصمت الله خالد له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل په دغې پروژې شاوخوا يو اعشاريه اوه ميلونه افغانۍ لګښت راځي چې بودجه يې د ښاروالۍ د انکشافي برخې څخه ورکول کيږي.
نوموړي له ګرديز ښاريانو وغوښتل څو په دې برخه کې له ښاروالۍ سره همکار پاتې شي.
ګرديز ښاروالۍ له تېرو دريو ورځو راهيسې په ښار کې د نيالګيو اېښودلو زرغون کمپاين هم پيل کړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ