خوست کې د ۲۳ ميليونه افغانيو په ارزښت د درېيو روغتيايي پروژو چارې پيل شوې.
د دغه ولايت والي حکم خان حبيبي وايي، د دې درې واړو روغتيايي مرکزونو لګښت د عامې روغتيا وزارت له لوري ورکول کيږي.
د والي په خبره د دغه پروژو چارې به په يو کال کې بشپړې شي.
چارواکي همدا شان ژمنه کوي، چې نږدې وخت کې به د موسي خيلو ولسوالۍ د ۳۰ بيستريز روغتون د جوړيدو کارونه هم پيل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ