ads

په جنوب ختيځ زون كې سږ كال له ښځو سره د زورزياتي سلګونه پېښې ثبت شوې

په جنوب ختيځ زون کې د بشري حقونو خپلواك کمېسيون مسوولين وايي، روان کال هلته له ښځو سره د زورزياتي ۳۶۲ پېښې ثبت شوي، چې ۲۰۲ يې په خوست ولايت کې دي.

نویسنده: mayar
23 کب 1396
په جنوب ختيځ زون كې سږ كال له ښځو سره د زورزياتي سلګونه پېښې ثبت شوې

په جنوب ختيځ زون کې د بشري حقونو خپلواك کمېسيون مسوولين وايي، روان کال هلته له ښځو سره د زورزياتي ۳۶۲ پېښې ثبت شوي، چې ۲۰۲ يې په خوست ولايت کې دي.

دوى دا څرګندونې پرون د هغې غونډې په ترڅ کې وکړې، چې د مارچ د اتمې نېټې يا د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په هدف جوړه شوې وه.

په جنوب ختيځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر د ښځو څانګې مشرې زرمينې شمس وويل، په خوست ولايت کې د ښځو په ژوند کې مثبت بدلون راغلى دى.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کلنى راپور ښيي، چې په ۱۳۹۶ لمريز کال کې په دې هېواد كې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى د تېر کال په پرتله ۱۱ اعشاريه اووه فيصده زيات شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA