ads

افغانستان سبا له ويسټ انډيز سره لوبه کوي

ټاکل شوې سبا د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام لپاره د غوراوي لوبو په دوهم پړاو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له ويسټ انډيز سره ترسره کړي.

نویسنده: mayar
23 کب 1396
افغانستان سبا له ويسټ انډيز سره لوبه کوي

ټاکل شوې سبا د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام لپاره د غوراوي لوبو په دوهم پړاو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له ويسټ انډيز سره ترسره کړي.

دغه لوبه، چې د زمبابوې په مرکز هرارې کې ترسره کېږي، د کابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو پيلېږي.

افغانستان به دغه راز د روانې ميلادي مياشتې په ۲۰مه نېټه له متحده عربي اماراتو او په  ۲۳مه نېټه له ايرلنډ سره لوبه وكړي.

د نړيوال جام د غوراوي لوبو دوهم پړاو ته له اې ګروپه ويسټ انډيز، ايرلنډ او متحده عربي اماراتو او له بي ګروپه زمبابوې، سکاټلنډ او افغانستان لاره موندلې ده.

له دې شپږو لوبډلو به يوازې دوه لوبډلې نړيوال جام ته لاره ومومي.

په دوهم پړاو کې ويسټ انډيز وار دمخه څلور، زمبابوې او سکاټلنډ درې درې او ايرلنډ دوه پواينټونه له ځانه سره لري، خو افغانستان او متحده عربي امارات بيا کوم پواينټ نه لري، نو ځكه يې نړيوال جام ته د وتلو ډېر كم چانس ليدل كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA