د ننګرهار ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکې شپږ داعش وسله وال وژلي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، تېره شپه د نازيانو ولسوالۍ په نښتر کنډو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې بريد کړى، چې په ترڅ كې يې شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي زياته كړه، په دغه بريد کې د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى، خو د داعشيانو ګڼ شمېر وسلې له منځه وړل شوې دي.
داعش ډلې تر دا مهاله رسنيو ته په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ