ads

افغانستان د نړيوال جام په غوراوي پړاو کې نيپال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د ۵۰ اوريزو سياليو نړيوال جام لپاره د غوراوي پړاو په څلورمه لوبه کې د نيپال لوبډلې ته په شپږو وېكټو ماتې وركړه.

نویسنده: mayar
20 کب 1396
افغانستان د نړيوال جام په غوراوي پړاو کې نيپال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د ۵۰ اوريزو سياليو نړيوال جام لپاره د غوراوي پړاو په څلورمه لوبه کې د نيپال لوبډلې ته په شپږو وېكټو ماتې وركړه.

دا لوبه د زمبابوې په بولاوايو ښار کې ترسره شوه.

د لوبې پچه نيپال وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېكړه وكړه.
د نيپال د كركټ ملي لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۴ منډې وكړې، خو افغانستان وركړل شوى هدف په ۳۹م اور كې د څلورو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد نبي ته ورکړل شوه.

افغان لوبډلې په دې سياليو کې خپله لومړۍ لوبه سكاټلنډ، دوهمه يې زمبابوې او درېيمه يې هانګ كانګ ته بايللې وه.

افغانستان له درېيو ماتو وروسته هم چانس لري، چې دوهم پړاو ته لاړ شي.

که نيپال راتلونکې لوبه، چې سبا ترسره كېږي، له هانګ کانګ څخه وګټي، نو افغان لوبډله به وکولی شي د رن رېټ پر بنسټ دوهم پړاو ته لاره ومومي.

د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام په غوراوي پړاو كې ۱۰ لوبډلې ګډون لري، چې په پاى كې به يې يوازې دوه لوبډلې د نړيوال جام سياليو كې د لوبېدو حق ترلاسه كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA