په فراه كې له وسله والو طالبانو سره د جګړې په مهال ۱۰ كومانډو سرتېري وژل شوي دي.
د ملي اردو د كومانډو ځواكونو وياند جاوېد سليم كليد ته وويل، دا جګړه تېره شپه د ياد ولايت په يوې ولسوالۍ كې هغه مهال پيل شوه، چې كومانډو ځواكونه د طالبانو له كمين سره مخ شول.
نوموړي په دې اړه زيات جزيات ورنه كړل.
خو د هېواد په لوېديځه حوزه كې د ملي اردو وياند نورالحق خالقي رسنيو ته ويلي، كومانډو ځواكونه تېره شپه د بالابلوك ولسوالۍ په تودنك ها سيمه كې د يوې امنيتي پوستې پر جوړولو بوخت وو، چې طالبانو پرې بريد وكړ.
دى د كومانډو ځواكونو د تلفاتو كره شمېر نه په ډاګه كوي، خو زياتوي، ځينې يې وژل شوي او يو شمېر نور ورك دي.
ځينو نورو سرچينو بيا په ياده سيمه كې د طالبانو له لوري د ۳۰ كومانډو سرتېرو د وژل كېدو خبره كړې ده.
د دوى په وينا، طالبانو د كومانډو ځواكونو دوه زغره وال ټانكونه له منځه وړي او يو زغره وال ټانك يې له يو شمېر وسلو او مهماتو سره وړى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ