د فراه والي تېره ورځ د دغه ولايت د مركز په مربوطاتو كې د دولت د وسله والو مخالفينو له يو كمينه روغ ووت.
د فراه د ولايتي شورا غړى دادالله قانع وايي، ډګرجنرال عبدالبصير سالنګي غوښتل په بالابلوك ولسوالۍ كې د افغان امنيتي ځواكونو په تصفيوي عملياتو كې ګډون وكړي، چې په دهك كلي كې يې د موټرونو كاروان د وسله والو مخالفينو له كمين سره مخ شو.
د نوموړي په خبره، د جګړې په پايله كې د والي د ساتونكو يو هايلكس ډوله موټر په بشپړه توګه وسوځېده او د سالنګي درې ساتونكي هم ټپيان شول.
قانع زياتوي، ټپيان د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي، ملګرو يې د دغه كمين په ترڅ كې دوه پوليس وژلي، شپږ نور يې ټپيان كړي او د هغوى يو موټر يې په بشپړه توګه له منځه وړى دى.
بايد وويل شي، چې افغان امنيتي ځواكونو درې ورځې وړاندې د فراه ولايت په بالابلوك ولسوالۍ كې تصفيوي عمليات پيل كړي او اوس هم دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ