افغان امنيتي ځواكونو تېره شپه په پكتيا كې د موټربم بريد مخنيوى كړى دى.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، امنيتي ځواكونو د زرمت ولسوالۍ په ګورجي سيمه كې ځانګړي عمليات ترسره كړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، وسله والو طالبانو غوښتل مازده ډوله موټربم ته له ګڼې ګوڼې په يوه ډكه سيمه كې چاودنه ورکړي، چې د کشفي راپورونو پر بنسټ د هوايي بريد په پايله کې له منځه تللى دى.
د سرچينې په خبره، په دغه بريد کې يو شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې، خو په اړه يې كره معلومات نه دي ترلاسه كړي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله رسنيو ته په دې اړه څه نه دي ويلي.