د هرات پوليسو هغه كس نيولى، چې خپله مېرمن او خور يې وژلې دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده كليد ته وويل، چې دې كس نن سهار په كرُخ ولسوالۍ كې د چړې په وسيله خپله مېرمن او خور ووژلې.
د هغه په وينا، تراوسه د پېښې علت نه دى روښانه شوى.
بل پلو د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزى وايي، د دواړو وژل شوو ښځو جسدونه دغه روغتون وروړل شوي دي.
كه څه هم ځينې سرچينې يادې ښځې حاملې بولي، خو د شېرزي په خبره، دوى په دې اړه د عدلي طب پايلو ته په تمه دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخكې هم په يو شمېر ولايتونو د كورني تاوتريخوالي له كبله ځينو ښځو خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ