د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ادعا کړې، چې شمالي کوريا د دغه هېواد د رهبر كېم جونګ اون ناسکه ورور د سارين ګاز په واسطه وژلی دی.
له دې وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، واشنګټن دې پايلې ته رسېدلى، چې پيونګيانګ د وای اېکس له کېمياوي عامل په ګټې اخيستنې په ۲۰۱۷ کال کې په ماليزيا کې د دغه هېواد د رهبر ناسکه ورور ترور کړی او له همدې کبله پر شمالي كوريا نوي بنديزونه لګول شوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيدر ناورټ په دې خبرپاڼه کې ويلي، متحدو ايالتونو دا تصميم د تېرې فبروري مياشتې په ۲۲مه نېټه په ۱۹۹۱ کال کې د تصويب شوي قانون له مخې، چې د کېمياوي او بيولوژيکي وسلو د له منځه وړلو په اړه دی، نيولی دی.
نوموړې زياته كړې، ياد بنديزونه د روانې مارچ مياشتې له پنځمې نېټې عملي شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ