افغانستان د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام په غوراوي پړاو سياليو کې خپله دوهمه لوبه كوربه هېواد زمبابوې ته وبايلله.
د زمبابوې د كركټ ملي لوبډلې افغانستان ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې دا هدف پوره نه كړاى شو او په لوبه كې يې د دوو منډو په توپير ماتې وخوړه.
تر دې مخكې افغانستان د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام په غوراوي پړاو سياليو کې خپله لومړۍ لوبه سكاټلنډ ته بايللې وه.
افغان لوبډله به سبا له هانګ کانګ او د روانې مارچ مياشتې په لسمه نېټه له نيپال سره مخ شي.
په غوراوي پړاو کې ۱۰ لوبډلې ګډون لري، چې په پاى كې به يې يوازې دوه لوبډلې د نړيوال جام سياليو كې د لوبېدو حق ترلاسه كړي.
د ۲۰۱۹ کال په نړيوال جام سياليو کې هم ۱۰ لوبډلې لوبېږي، چې په بريتانيا کې به ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ