د امريکا مرستيال جمهور رئيس مايك پنس وايي، له ايران سره د نړۍ د لويو قدرتونو شوی تړون دغه هېواد د اټومي وسلې له جوړولو نه راګرځوي او که چېرې اصلاح نه شي، امريکا به ډېر ژر له هغه ووځي.
نوموړي د ايپک کلني کنفرانس ته د وينا په مهال د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له قوله وويل، چې واشنګټن به له تهران سره دغه فاجعه راوړونکې هوکړه تاييد نه کړي.
پنس زياته کړه، دا هوکړه ايران له اټومي وسلې جوړولو نه راګرځوي او که چېرې دغه تړون په راتلونکو مياشتو کې اصلاح نه شي، امريکا به په بېړني ډول ترې ووځي.
هغه ټينګار وکړ، متحده ايالات به هېڅکله پرېنږدي، چې ايران اټومي وسلې ته لاسرسی پيدا کړي.
د ټرمپ مرستيال دغه راز د اسراييل او امريکا ترمنځ اړيکو ته په اشارې وويل، نور د ملګرو ملتونو په سازمان کې د اسراييل په وړاندې د عمل شدت پای ته رسېدلی دی.
د پنس په خبره، د جمهور رئيس ټرمپ له اقداماتو وروسته تر بل هر وخت د امريکا او اسراييل اړيکې پياوړې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ