امنيتي ځواكونو په لوګر كې د يو مهم قوماندان په ګډون د دولت دوه وسله وال مخالفين نيولي دي.
د لوګر ولايت مقام مطبوعاتي دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې تېره شپه د ۰۱ ځانګړې قطعې ځواكونو د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار په دهمنکه سيمه کې ځانګړي عمليات ترسره كړل.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د عملياتو په ترڅ كې د نعيم جان په نوم د وسله والو مخالفينو يو مهم قوماندان او د علي جان په نوم ملګرى يې ونيول شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ