ads

نن افغانستان له سکاټلنډ سره مخامخ کېږي

ټاکل شوې نن افغانستان د ۲۰۱۹ کال د كركټ د ۵۰ اوريزو سياليو نړيوال جام لپاره د غوراوي پړاو په لومړۍ لوبه کې له سکاټلنډ سره د لوبې ډګر ته ووځي.

نویسنده: mayar
13 کب 1396
نن افغانستان له سکاټلنډ سره مخامخ کېږي

ټاکل شوې نن افغانستان د ۲۰۱۹ کال د كركټ د ۵۰ اوريزو سياليو نړيوال جام لپاره د غوراوي پړاو په لومړۍ لوبه کې له سکاټلنډ سره د لوبې ډګر ته ووځي.

دغه لوبه، چې د زمبابوې په بولاوايو ښار کې ترسره کېږي، د کابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو پيلېږي.

افغانستان تر دې وروسته د روانې مارچ مياشتې په شپږمه نېټه له زمبابوې، د همدې مياشتې په اتمه نېټه له هانګ کانګ او په لسمه نېټه له نيپال سره مخ کېږي.

په غوراوي پړاو کې ۱۰ لوبډلې ګډون لري او په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

په (الف) ګروپ کې ويسټ انډيز، ايرلنډ، هالنډ، متحده عربي امارات او پاپوا نيوګيني او په (ب) ګروپ کې بيا د افغانستان، زمبابوې، سکاټلنډ، هانګ کانګ او نيپال لوبډلې ګډون لري.

له دواړو ګروپونو درې درې لوبډلې دويم پړاو ته لار پيدا كوي او د شپږو غوره لوبډلو له منځه يوازې دوه لومړی او دويم مقام ګټونکې لوبډلې د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام لوبو ته لار مومي.

د ۲۰۱۹ کال په نړيوال جام سياليو کې ۱۰ لوبډلې لوبېږي، چې په بريتانيا کې به ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA