ads

په باميان کې د سکي نړيوالې سيالۍ وشوې

په باميان ولايت كې د جمعې په ورځ له ۵۰ د زياتو لوبغاړو په ګډون د سكي د نړيوالو سياليو اتم پړاو ترسره شوه.

نویسنده: mayar
12 کب 1396
په باميان کې د سکي نړيوالې سيالۍ وشوې

په باميان ولايت كې د جمعې په ورځ له ۵۰ د زياتو لوبغاړو په ګډون د سكي د نړيوالو سياليو اتم پړاو ترسره شو.

په دې سياليو كې له افغانستانه مجتبى حسيني، له بريتانيا تاكين كاپا او بل افغان لوبغاړي مهدي په ترتيب سره له لومړي تر درېيمه مقامونه وګټل.

په باميان كې د سكي د پرونيو سياليو مسوول كريسټف د دې سياليو هدف د ژمنيو لوبو دودول، ورزش ته د ځوانانو هڅول او د سكي زده كړه يادوي او وايي، دغه ولايت د ژمنيو لوبو لپاره مناسب ځاى دى.

دا سيالۍ هر كال په بابا غرونو كې، چې د باميان له جذابو توريستي ځايونو څخه دي، ترسره كېږي.

د لومړي مقام ګټونكي مجتبى حسيني وايي، وزرشكاران په دې ولايت كې له زياتو ستونزو سره مخ دي.
د يادونې وړ ده، چې هر كال په باميان ولايت كې د ښځينه او نارينه ورزشكارانو له لوري بېلابېلې ژمنۍ لوبې ترسره كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA