روغتيايي چارواکو د سوريې پوځ تورن کړی، چې د دمشق په ختيځه برخه غوطه کې يې، چې د حکومت د مخالفو وسله والو په لاس کې ده، په هوايي بريدونو کې زهري ګاز کارولی دی.
د سوريې د ملکي دفاع ډلې پرون وويل، چې ښځو او ماشومانو د غوطې په الشفونيه ښار کې په ساه اخيستلو کې ستونزې لرلې.
دغې ډلې پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي، چې لږ تر لږه يوه ماشوم د ساه نه اخيستلو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په هوايي بريدونو کې د ګاز کارولو راپور داسې مهال خپرېږي، چې د سوريې د واکمن بشارالاسد پوځ د مخالفو ډلو په ضد په بېلابېلو جبهو کې پر جګړې بوخت دی، ترڅو وکولای شي له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي.
لږ تر لږه ۲۷ تنه د يکشنبې په ورځ د روسيې په ملاتړ د سوري الوتکو په هوايي بريدونو کې هغه مهال ووژل شول، چې بېلابېل ښارونه او سيمې تر بريد لاندې ونيول شوې.
دغه بريدونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري په سوريه کې د اوربند په اړه د پرېکړه ليک تر تصويبېدو يوه ورځ وروسته ترسره شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ