د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې موټرسايکل بم چاودنې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين كليد ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د يحيى خېلو ولسوالۍ په بازار كې شوې ده.
نوموړي زياته كړه، په دې چاودنه كې يو پوليس او دوه ملكي وګړي وژل شوي او اته ملكيان ټپيان دي.
خو د عيني شاهدانو په وينا، په پېښه كې ملکي خلکو او پوليسو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ترڅنګ يو شمېر دوكانونه نړيدلې او درې موټرونه هم له منځه تللي دي.
د پېښې مسووليت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.
شاوخوا درې کاله وړاندې د يحيى خېلو ولسوالۍ د واليبال په ميدان کې ځانمرګي بريد تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه او ټپيان كړي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ