د کورنيو چارو وزارت د افغان لوبغاړو د وروستيو برياوو په مناسبت په كابل ښار كې د خوښۍ ډزو په تړاو ۱۷ تنه نيولي او وايي، چې دغه ډزې ډېرې د دولت د لوړپوړو چارواکو اړوندو کسانو کړې دي.
د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، دا د خوښۍ نه، بلکې د وحشت ډزې وې، ځکه چې کابل ښاريان يې اندېښمن کړي وو او د عامه نظم د اخلال سبب شوې وې.
د هغه په خبره، د دغو ډزو په تړاو د پوليسو اووه منسوبين او ۱۰ ملکي کسان نيول شوي او دوسيې به يې څارنوالۍ ته وسپارل شي.
د يادونې وړ ده، چې په متحده عربي اماراتو كې د زمبابوې په وړاندې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تر بريا او د افغان سوك وهونكو احمدولي هوتک او باز محمد مبارز تر اتلوليو وروسته د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې خلکو د خوښۍ ډزې وکړې.
د کورنيو چارو وزارت له خلكو غواړي، چې د امنيت په ټينګښت او د جرمونو په مخنيوي کې له پوليسو سره مرسته وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ