د جنوبي كوريا په پيونګ چانګ ولايت كې د ژمني المپيک د ۲۳م پړاو سيالۍ نن پاى ته رسېږي.
دا سيالۍ د روانې فېبروري مياشتې په نهمه نېټه پيل شوې وې.
تراوسه جرمني د سرور زرو د ۱۴ مډالونو په ګټلو سره لومړى، ناروې د دا ډول ۱۳ مډالونو په ګټلو سره دوهم او كاناډا د سرو زرو د ۱۱ مډالونو په ترلاسه كولو سره درېيم مقام لري.
د سږ كال ژمني المپيك سياليو كې د نړۍ د ۹۲ هېوادونو ۲۹۲۲ لوبغاړو ګډون وكړ.
ټاكل شوې د دغو سياليو ۲۴م پړاو په ۲۰۲۲ ميلادي كال كې د چين پايتخت بيجينګ كې ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ