د بغلان ولايت په تاله و برفك ولسوالۍ كې تېره ورځ د ۲۰۹ شاهين قول اردو د البرز ۲۴ عملياتو په مهال ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، چې امنيتي ځواكونو د تاله و برفك ولسوالۍ په ترُموش دره كې د طالبانو يوه قرارګاه او يو چك پواينټ له منځه وړي دي.
هغه زياته كړه، د جګړې په ترڅ كې نهه طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند همدارنګه وويل، چې د بلخ ولايت په چِمتال ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو عمليات دوام لري.
د رضايي په خبره، تراوسه په دې عملياتو كې نږدې ۱۰ كلي د طالبانو له شتونه پاك شوي او امنيتي ځواكونه د پرمختګ په حال كې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو غبرګون نه دى ښودلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ