ads

عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د ګډون لپاره ژنيو ته لاړ

د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله، په يوه رسمي دوه ورځني سفر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۳۷مه کلنۍ ناسته کې د ګډون په هدف نن يکشنبې د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ژنيو ته لاړ. د اجرايه رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، […]

نویسنده: mayar
6 کب 1396
عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د ګډون لپاره ژنيو ته لاړ

د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله، په يوه رسمي دوه ورځني سفر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۳۷مه کلنۍ ناسته کې د ګډون په هدف نن يکشنبې د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ژنيو ته لاړ.

د اجرايه رياست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، عبدالله عبدالله به په دې سفر کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو په ناسته کې د وينا تر څنګ د دغه سازمان د پرسونل ضد ماينونو د مخنيوي کنوانسيون د عملي کولو لپاره د ژمنتيا په غونډه کې هم ګډون وکړي.

عبدالله عبدالله به د دغو ناستو په څنګ کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي، د دغه سازمان د بشري حقونو له عالي کمېشنر، د سويس او ناروې له بهرنيو چارو وزيرانو، د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع د دوه اويايمې ناستې له رييس، د اسټراليا له جنرال ګورنر، د ګډو ګټو هېوادونو په چارو کې د برېتانيا د دولت له وزير، د ګرجستان د صدراعظم له مرستيال او بهرنيو چارو وزير او يو شمېر نورو شخصيتونو او په دغه ناسته کې له ګډون کوونکو پلاوو سره وګوري.

د ملي يووالي حکومت اجرايه رييس دغه راز د دې سفر په بهير کې د ژنيو د پاليسۍ او امنيت په مرکز کې د افغانستان په امنيتي وضعيت او په نړيواله او سيمه ييزه سوله او ثبات يې پر اغېز هم وينا کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA