ads

د هند مشهوره سينمايي ستورې سري دېوي مړه شوه

د هندي سينما مشهوره لوبغاړې سري دېوي د ۵۴ کلونو په عمر مړه شوه.

نویسنده: mayar
6 کب 1396
د هند مشهوره سينمايي ستورې سري دېوي مړه شوه

د هندي سينما مشهوره لوبغاړې سري دېوي د ۵۴ کلونو په عمر مړه شوه.

د سري دېوي د کورنۍ غړي وايي، نوموړې په يوه واده کې د ګډون لپاره دوبۍ ته تللې وه، چې د زړه حمله پرې راغله.

د سري دېوي خاوند بوني کپور او لور يې خوشي له دې سره دوبۍ ته تللې وه.

له هغې دوه لورګانې جهانوي او خوشي پاتې دي.

سري دېوي په لسګونو فلمونو کې کار کړى، چې يو يې خدا ګواه نومېږي او په افغانستان کې يې فلم اخيستل شوى و.

نوموړې وروستى ځل تېر ميلادي كال په مم فلم کې وليدل شوه.

هغه د اويايمو كلونو په پاى او اتيايمو كلونو كې د شهرت اوج ته ورسېده.

د هند حکومت سري دېوي ته په ۲۰۱۳م کال كې څلورم مهم دولتي مډال وركړى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA