ads

هلمند كې دوه موټربم ځانمرګي بريدونه شوي

د هلمند په مركز لښكرګاه ښار او نادعلي ولسوالۍ كې موټربم ځانمرګي بريدونه شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، نن سهار شاوخوا نهه بجې د لښكرګاه ښار په كارته لګان سيمه كې د ملي امنيت پر دوهمې امنيتي حوزې موټربم ځانمرګى بريد شوى، چې په پايله كې يې د ملي امنيت يو سرتېرى وژل شوى او اته ملكي وګړي ټپيان دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 کب 1396

نوموړي زياته كړه، په ټپيانو كې پنځه ماشومان، دوه ښځې او يو نارينه شامل دي.
بل پلو د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د ماتَكې دښتې په سيمه كې د ملي اردو پر يوې قرارګاه هم موټربم ځانمرګى بريد شوى دى.
د والي وياند عمر ځواك په دې اړه معلومات نه لرل، خو يوې باوري امنيتي سرچينې كليد ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا، په دې بريد كې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د دواړو پېښو مسووليت وسله والو طالبانو منلى او لسګونو افغان سرتېرو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA