د كورنيو چارو وزارت د كابل ښار په ننني ځانمرګي بريد كې د اتو تنو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
د دغه وزارت مرستيال وياند نصرت الله رحيمي كليد ته وويل، چې دا بريد نن سهار اته بجې او ۳۰ دقيقې د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې شوى دى.
هغه زياته كړه، ځانمرګي بريد كوونكي، چې دريشي پر تن وه، غوښتل شش درك سيمې ته ننوځي، خو د پوليسو له لوري تر پېژندلو وروسته يې ځان ته چاودنه وركړې ده.
د رحيمي په خبره، په دې پېښه كې درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
نوموړي په وژل شوو كسانو كې يو تن د يو خصوصي شركت رئيس وباله او د دوو نورو د هويت په اړه يې معلومات نه لرل.
د رحيمي په وينا، په ټپيانو كې يو د ملي امنيت كار كوونكى، دوه ملكي وګړي او دوه د هوانوردۍ ادارې كاركوونكي شامل دي.
د بريد مسووليت تر دې مهاله چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ