ads

فراه كې د ملي اردو ۲۰ سرتېري وژل شوي

وسله والو طالبانو تېره شپه په فراه ولايت كې ۲۰ امنيتي سرتېري وژلي دي.
د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع كليد ته وويل، طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ په کنېسک سيمه کې د ملي اردو پر يوې قرارګاه بريد كړى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 کب 1396
فراه كې د ملي اردو ۲۰ سرتېري وژل شوي

وسله والو طالبانو تېره شپه په فراه ولايت كې ۲۰ امنيتي سرتېري وژلي دي.
د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع كليد ته وويل، طالبانو د بالابلوک ولسوالۍ په کنېسک سيمه کې د ملي اردو پر يوې قرارګاه بريد كړى دى.
نوموړي زياته كړه، په دې بريد كې د ملي اردو ۲۰ سرتېري وژل شوي، يو رېنجر موټر له منځه تللى او يو ټانك طالبانو وړى دى.
د قانع په خبره، په جګړه كې ۱۲ طالبان هم وژل شوي دي.
د فراه امنيتي چارواكو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې ملګرو يې تېره شپه په فراه كې ۲۵ افغان سرتېري وژلي، دوه تنه يې ژوندي نيولي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې ترلاسه كړي دي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د ياد ولايت د مركز اړوند په لومړۍ نمبر لويې لارې او شمال ګاه سيمه كې هم پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو بريدونو كې شاوخوا ۳۰ پوليس وژل شوي او څلور تنه نور ژوندي نيول شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA