ads

د ننګرهار قومي مشرانو او مدني فعالانو له ټاپي پروژې ملاتړ وكړ

په ننګرهار کې قومي مشرانو او مدني فعالانو له ټاپي پروژې د ملاتړ ترڅنګ دغه ډول سترې پروژې د بې کارۍ ختمېدو او د سولې راتګ پيلامه وبلله.
دوى نن په يوه خبري کنفرانس کې سره راټول شوي وو او د يادې پروژې د كار پيلېدو له كبله يې له جمهور رئيس نه مننه وکړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 کب 1396

د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري وويل، د هېواد د امنيت او اقتصادي پرمختګ لپاره دغه پروژه ستر رول لري، خو حکومت دې په وخت د دې پروژې کارونه بشپړ کړي.
نوموړي د وسله والو طالبانو هغه پرېكړه وستايله، چې له مخې به يې هغوى د خپل نفوذ په سيمه کې د يادې پروژې ساتنه کوي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې،امن او ثبات شورا مشر حيات خان وايي، چې له ټاپي پروژې سره به د ګډونوالو هېوادونو ترمنځ همکارۍ نورې هم زياتې شي.
ده د جمهور رئيس له ټولو هغو کړنو، چې د ولس په خير دي او د هېواد اقتصادي پرمختګ ورسره نغښتى دى، ملاتړ وکړ.
پرون په هرات ولايت كې د ټاپي پروژې كار د افغانستان، تركمنستان، پاكستان او هند د چارواكو لوري پرانيستل شو.
پر ننګرهار سربېره په نورو ولايتونو كې هم د يادې پروژې د ملاتړ په هدف غونډې جوړې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA