ads

د كندهار مشرانو له جمهور رئيس غني سره خپلې غوښتنې او ستونزې شريكې كړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په هرات کې د کندهار يو شمېر مشرانو او استازو سره وکتل، د امنيت، پراختيا او پوهنې په برخو كې يې د هغوى غوښتنې او ستونزې واورېدې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 کب 1396
د كندهار مشرانو له جمهور رئيس غني سره خپلې غوښتنې او ستونزې شريكې كړې

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په هرات کې د کندهار يو شمېر مشرانو او استازو سره وکتل، د امنيت، پراختيا او پوهنې په برخو كې يې د هغوى غوښتنې او ستونزې واورېدې.
د ارګ په خبرپاڼه كې راغلي، چې د کندهار والي توريالي ويسا د کندهار د خلکو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل، كندهاريان د زېربنايي پروژو په ځانګړي ډول د ټاپي پروژې د تطبيق او د امنيت ټينګښت په برخو كې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ هر ډول همکاري کوي.
نوموړي څرګنده کړه، په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو کې به د دښمن د ځپلو په هدف عمليات ترسره شي.
جمهور رئيس غني د كندهار د مشرانو او استازو د غوښتنو او ستونزو د حل ژمنه كړه او ويې ويل، کندهار ښار په هغو نهو ښارونو کې شامل دى، چې په اساسي توګه پراختيا ورکول کېږي.
هغه زياته کړه، په پوهنې وزارت کې اساسي اصلاحات جريان لري او د پوهنې د برخې ستونزې به په ښه توګه حل شي.
د جمهور رئيس غني په خبره، اړتيا ده، چې د کندهار د مېوو د صادراتو لپاره پر اساسي پلان کار وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA