د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د ۷۹ وسله والو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، چې امنيتي ځواكونو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ګډو عملياتو په مهال د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ۷۰ وسله وال مخالفين وژلي، نهه تنه يې ټپيان كړي او شپږ تنه نور يې نيولي دي.
سرچينې زياته كړې، چې دا عمليات په ننګرهار، لغمان، کاپيسا، پکتيا، غزني، لوګر، کندهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نهه تصفيوي او ۱۲ ځانګړي کومانډويي عمليات د هېواد په نهو ولايتونو کې ترسره شوي، افغان هوايي ځواکونو ۷۳ پروازونه د ملي اردو ځواکونو د ملاتړ په هدف کړي او اووه هوايي بريدونه د مخالفينو پر پټنځايونو شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ