ads

عبدالله او ياماموتو د كابل پروسې پر غونډې خبرې وكړې

د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو سره د كابل پروسې د دوهمې غونډې په اړه خبرې وكړې.
د اجرائيه رياست په خبرپاڼه كې راغلي، ياماماتو اجرائيه رئيس ته د افغانستان له حکومت او خلکو سره د ملګرو ملتونو د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
4 کب 1396

د خبرپاڼې پر بنسټ، عبدالله په دې ليدنه کې هيله څرګنده کړه، چې د کابل پروسې دوهمه غونډه به په برياليتوب ترسره شي.
ټاكل شوې د ملي يووالي حكومت د راتلونكې چهارشنبې په ورځ په دې جوړېدونكې غونډه كې نړيوالو ته خپل د سولې پلان په ډاګه کړي.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې په ياده غونډه كې به د لسګونو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA