ads

جمهور رئيس غني: د افغانانو پيغام د سيمه ييزې همکارۍ پيغام دی

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د افغانانو پيغام د سيمه ييزې همکارۍ پيغام دی او دا همكاري دوى له بېوزلۍ بډاينې ته رسوي.
نوموړي دا څرګندونې نن په هرات كې د ټاپي پروژې د کار د پرانيستې مراسمو كې وكړې.
جمهور رئيس غني وويل، هرات د اسيا څلورلارې و او د اسيا د څلور لارې په توګه به پاتې شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
4 کب 1396

د هغه په خبره، هېڅ يو افغان د ماضي اسير نه، بلکې يوې روښانه راتلونکې ته هيله من دی.
بلخوا د ترکمنستان جمهور رئيس قربانقلي بردي محمدوف وويل، ټاپي پروژه به مرکزي اسيا د جنوبي اسيا له هېوادونو سره ونښلوي.
نوموړي زياته كړه، له افغانستان سره به يې د سوداګرۍ او اقتصادي مسايلو په برخه کې اړيکې تر دې هم پراخې شي.
په دغو مراسمو كې د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني، د تركمنستان جمهور رئيس قربانقلي بردي محمدوف، د پاكستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي او په بهرنيو چارو کې د هند د دولت وزير مبشر جاوېد اکبر برخه اخيستې وه.
د يادونې وړ ده، چې نن د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد يا ټاپي پر پروژې سربېره د برېښنا د ۵۰۰ کيلو ولټه ټاپ پروژه، چې د افغانستان له لارې پاکستان ته غځول کېږي، نوري فايبر او د تورغونډۍ – هرات رېل پټلۍ هم پرانيستل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA