ads

جمهور رئيس غني: افغانستان به د هېوادونو د نښلولو په يوه دهلېز بدل شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان ماري سليم چشمه سيمه کې د ټاپي پروژې د پاى په مراسمو كې ګډون وكړ.
هغه وويل، افغانستان به د جنوبي او مرکزي اسيا هېوادونو د نښلولو په يوه دهلېز بدل شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
4 کب 1396

جمهور رئيس غني زياته كړه، افغانستان له ګاونډيو هېوادونو سره د خپل اقتصادي دهلېز پر جوړولو باوري دی.
د نوموړي په خبره، د ټاپي ګازو نلليکې پروژه له څه باندې يوې پېړۍ جلاوالي وروسته جنوبي اسيا له مرکزي اسيا سره نښلوي.
په دې مراسمو كې د ترکمنستان جمهور رئيس قربانقلي بردي محمدوف، د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي او په بهرنيو چارو کې د هند د دولت وزير اېم جې اکبر هم حضور درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن له غرمې وروسته د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد ټاپي او همدارنګه د برېښنا د ۵۰۰ کيلو ولټه ټاپ پروژې، چې د افغانستان له لارې پاکستان ته غځول کېږي، نوري فايبر او د تورغونډۍ – هرات رېل پټلۍ د يادو څلورو هېوادونو د چارواکو لخوا پرانيستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA