ads

په جګړو کې د نادرکه شوو ولسي خلکو د برخليك معلومولو غوښتنه وشوه

د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي او ولسي خلک په دغه ولايت کې د جګړو په مهال د نادرکه شوو ولسي خلکو د برخليک معلومولو غوښتنه کوي.

نویسنده: mayar
2 کب 1396
په جګړو کې د نادرکه شوو ولسي خلکو د برخليك معلومولو غوښتنه وشوه

د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي او ولسي خلک په دغه ولايت کې د جګړو په مهال د نادرکه شوو ولسي خلکو د برخليک معلومولو غوښتنه کوي.

د اچين ولسوالۍ قومي مشر ملک زلمى وايي، د ګڼو کورنيو د غړو، چې د وسله والو ډلو له لوري نيول شوي، د برخليک په اړه معلومات نشته.

د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي هم له ولسونو سره، چې په جګړو كې د بې درکه شوو کسانو د برخليك معلومېدو غوښتنه کوي، يوه خوله دي او وايي، چې حکومت دې په دغه برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري وويل، پر حکومت د ولس حق دى، چې پر سر او مال ساتنې سربېره يې هغه غوښتنې هم پوره كړي، چې دوى يې د قانون په چوكاټ کې لري.

د ويلو ده، چې په تېرو دوه ورځو کې د اچين په مامند دره کې د کوټ ولسوالۍ د نهو او د پچيراګام ولسوالۍ د اتو هغو كسانو جسدونه، چې د چارواکو په وينا شاوخوا دوه کاله وړاندې داعش وسله والو برمته کړي وو، په ډله ييزو قبرونو کې وموندل شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA