روسيه او پاکستان د پوځي همکاريو کمېسيون جوړوي، چې په سيمه کې د داعش ډلې د خطر د مخنيوي لپاره کار وکړي.
دغو دواړو هېوادونو پر امريکا تور ولگاوه، په افغانستان کې يې داعش ډلې ته هغومره پام نه دى کړى، چې څومره ته اړتيا وه.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د سې شنبې په ورځ په مسكو كې له خپل پاكستاني سيال خواجه محمد اصف سره په ګډه خبري غونډه كې وويل، د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو لخوا په افغانستان کې د داعش د خطر د مخنيوي په لړ کې جدي شکونه لري.
نوموړي زياته كړه، دوى خبر دي، چې امريکا په افغانستان کې د داعش حضور بېخي نه مني.
بل پلو د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد اصف وويل، واشنګټن او كابل دا نه مني، چې په افغانستان كې د داعش فعاليتونه او حضور زيات شوى دى.
د هغه په وينا، داعش ډله منځنۍ اسيا، پاکستان، چين او روسيې ته خطر پېښوي.
روسيه او ايران پر امريکا تور لگوي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې په جوړولو کې لاس لري.
خو امريكا دا تور ردوي او د يادې ډلې په ضد د جګړې خبره كوي.
واشنګټن بيا مسكو له افغان طالبانو په ملاتړ تورنوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ