ads

د استخدام ناارزول شوي پروګرامونه

شاوخوا پنځه کاله وړاندې افغان حکومت په اداراتو کې د وړ کسانو د جذبولو په هدف د( سوپرسکېل، سي بي ار او نور….) پروګرامونه پیل کړل، خو تر اوسه د دغو پروګرامونو د مؤثریت او نه مؤثریت په تړاو ارزونه نه‌ده شوې.

نویسنده: mayar
2 کب 1396
د استخدام ناارزول شوي پروګرامونه

شاوخوا پنځه کاله وړاندې افغان حکومت په اداراتو کې د وړ کسانو د جذبولو په هدف د( سوپرسکېل، سي بي ار او نور….) پروګرامونه پیل کړل، خو تر اوسه د دغو پروګرامونو د مؤثریت او نه مؤثریت په تړاو ارزونه نه‌ده شوې.

د اداري اصـلاحاتو او ملکي خدمتونو کمسیون د معلوماتو له مخې په دغو پروګرامونو کې تر ټولو لوړ معاش ۳۲۰زره او تر ټولو ټيټ معاش ۱۸زره افغانۍ ټاکل شوی دی. کمسيون استدلال کوي چې د پروګرامونو تر بشپړېدو وروسته به يې د مؤثریت په اړه بشپړه ارزونه ترسره کړي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمسیون د استخدام  کمېټې غړی او کمېشنر سید حشمت‌الله هاشمي وايي چې دوی د پروګرام په نیمايي کې ارزونه درلوده، خو د کارمندانو د کمښت له کبله چندان کره او بشپړه نه وه:(( موږ د پروګرام په نیمایي کې يوه ارزونه وکړه، هغه وخت د استخدام سطحه ډېره ټیټه وه او نتیجه یې هم منفي وه، خو له هغه وروسته بيا تر ننه پورې داسې کومه ارزونه نه‌ده شوې چې د دې پروګرام مؤثریت او يا نه مؤثریت څرګند کړي.)) هاشمي وايي، په دولتي ادارو کې د سي بي ار پروګرام په ۲۰۱۲میلادي کال کې پیل شو او ټاکل شوې وه چې د پنځو کلونو په ترڅ کې د دغه پروګرام له لارې ۱۵۰۰تنه په دندو وګمارل شي.

خو اوس چې د دغې مودې پوره کېدو ته څه کم دوه میاشتې پاتې دي، هاشمي وايي چې ۸۰۰ تنه په دندو ګمارل شوي او د ۴۰۰تنه نورو د استخدام پروسه تر کار لاندې ده.

چارواکي په تېره موده کې د ګمارنې په پروسه کې د ځنډ عمده علت د وزارتونو او اداري اصلاحاتو کمسیون تر منځ د همغږۍ د نشت له کبله بولي. دوی ادعا کوي چې اوس دغه ستونزه څه ناڅه اواره شوې او د استخدام چارې یې چټکې کړې دي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمسیون د استخدام کمېټې غړی سید حشمت‌الله هاشمي وايي: (( پخوا داسې وو چې هر وخت به کوم خالي بست پیدا شو، دوی به له موږ څخه غوښتنه کوله چې د دغه بست لپاره وړ کسان وروپېژنو؛ نو ځکه دغه پروسه ځنډېدله، خو اوس د هر مالي کال په سر کې وزارتونه د خپلو خالي بستونو په اړه له موږ سره معلومات شریکوي.))

ان ټي اې

د سوپرسکیل او سي بي ار(ظرفیت‌لوړونې) برنامو ترڅنګ ((ان ټي اې)) یا ملي تخنيکي مرسته؛ هغه لایحه ده چې د رونټیا، حساب‌ورکولو، مؤثریت او د مالي او اداري درغلیو د مخنیوي په هدف په ۱۳۹۱لمریز کال کې د حکومت له لوري تصویب شوه. د يادې لايحې د پلي‌کولو لګښتونه د اړوندو وزارتونو له اختياري بودجې د ماليې وزارت په همغږۍ ورکول کېږي.

که څه هم تر دې مهاله د حکومت يا په ځانګړي ډول د ماليې وزارت له لوري د ان ټي اې لايحې هېڅ ډول ارزونه نه‌ده شوې، خو دغه وزارت ياده لايحه اغېزناکه ګڼـي. د مالیـې وزارت اداري مرستیــال محـمــداقا کوهستاني وایي: ((که اوس وخت له تېرو لسو کلونو سره مقایسه کړو، په دولتي ادارو کې د بهرنیو سلاکارانو شمېر ډېر کم شوی او دا د دې ښکارندویي کوي چې دا لایحه ګټوره ده.))

له بل لوري که څه هم د دغې لایحې له تصویب څخه پوره پنځه کاله تېرېږي، خو د مالیې وزارت اداري مرستیال وايي چې لايحه نوې ده او له همدې کبله يې تر دې مهاله ارزونه نه‌ده شوې.

کوهستاني زياتوي چې د دغې لایحې له پلي کولو څخه د دوی عمده هدف، په ادارو کې د ظرفیتونو لوړول او په چارو کې د ښه‌والي راتګ دی: ((د دغه پروګرام هدف د تخنیکي او مسلکي کسانو استخدام او همدارنګه له دولتي بستونو څخه د تجربه‌لرونکو، مسلکي او تخنیکي کسانو د تګ مخنیوی هم دی.))

په استخدام کې روڼتیا

که څه هم یو شمېر هېوادوال شکایت کوي چې په سي بي ار پروګرام کې هم درغلۍ کېږي خو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمسيون چارواکي وايي، په دغه پروګرام کې د درغلیو امکان نشته دی. د ياد کمسیون کمېشنر او د استخدام کمېټې غړی سید حشمت‌الله هاشمي وایي، په دغه پروګرام کې د استخدام پروسه په بشپړ ډول رڼه ده او هېچا ته په کې د درغلۍ زمینه نه برابرېږي: ((موږ د دغه پروګرام لپاره رقابتي ازموینه اخلو او په دغه ازموینه کې د هر چا لپاره د پوښتنو پاڼه او د ځوابونو کلۍ توپیر کوي او هیچا ته په کې د درغلۍ فرصت په لاس نه ورځي.)) هاشمي ټينګار کوي، د دغې پروسې د لا شفافیت لپاره دوی له داسې یوه شرکت سره تړون امضا کړی چې په کارپوه او مسلکي کسان او کورني او بهرني سلاکاران لري: ((د ازموینې لپاره ټول چمتووالی د دوی له لوري نیول کېږي او بیا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمسیون سره شریکېږي.)) هاشمي وايي، په دغه ازموینه کې زیات شمېر کسان ګډون کوي، خو د دوی د جذب کچه ښکته ده، نو ښايي له همدې کبله ځینې کسان له دغه بهیر څخه ګیله‌‌من وي.

خو د مالیې وزارت اداري مرستیال محمداقا کوهستاني بیا وایي چې له درغلیو سترګې نه‌شي پټولای، ولې هڅه کېږي چې تر ډېره په کارپوه، مسلکي او تجربه‌لرونکي کسان په دندو وګمارل شي: ((دغه کسان د ازاد رقابت له لارې استخدامېږي او هغو کسانو او افرادو ته لومړیتوب ورکول کیږي چې په اړوندو برخو کې د ځانګړو مهارتونو او زده‌کړو خاوندان وي، په دې برخه کې شاید تر یوه حده د درغلیو امکان هم وي.)) خو هغه کسان چې د دغه پروګرام له لارې په دندو ګمارل شوي، وایي چې د سي بي ار پروګرام د ازموینې پروسه بشپړه رڼه ده او هېڅ درغلي په کې نه کېږي. د عدلیې وزارت د استخدام مدیر محمد شفیق حنیف چې د سي بي ار پروګرام له لارې په دنده ګمارل شوی، وايي: ((د سي بي ار پروګرام د استخدام پروسه د ګمارنو د نورو پروسو په نسبت ډېره شفافه ده او څوک په کې درغلي نشي کولای.))

بلخوا د کرنې وزارت مسوولین هم سي بي ار پروګرام بریالی بولي او وایي، هغه کسان چې د دغه پروګرام له لارې د کرنې په وزارت کې په دندو ګمارل شوي، نسبت هغو کسانو ته چې له دې وړاندې په دندو ګمارل شوي وو، ډېر مؤثر واقع شوي دي. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي په دې اړه کلید ته وویل: ((سي بي ار خپله د روڼتيا تضمین کوي، په دغه پروګرام کې د بست له اعلان څخه نیولې بیا تر استخدامه پورې ټول پړاوونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمسيون او نورو اړوندو ادارو له لوري څارل کېږي، د ازموینې د ورځې وېډیو هم اخستل کېږي، ټول اسناد ساتل کېږي چې دا ټول د روڼتیا او شفافیت ضمانت کوي.))

د معاشونو نا انډولي

که څه هم د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمسیون سي بي ار او نور پروګرامونه خورا ډېر بریالي بولي، خو یو شمېر دولتي کارکوونکي بیا وایي چې په دغو پروګرامونو کې د جذب شویو او نورو دولتي مامورینو د معاشونو تر منځ شته توپيرونه سبب شوي چې د ټیټو معاشونولرونکي مامورین د کار پر وړاندې بې‌انګېزه شي. د عدلیې وزارت د استخدام امر وایي، هغه کسان چې د سي بي ار او نورو ورته پروګرامونو له لارې په دندو ګمارل کېږي، د هغو کسانو په کاري انګېزه ناوړه اغېزه لري چې له دغې پروسې بې‌برخې پاتې شوي دي: (( د سي بي ار او نورو عادي بستونو په معاشونو کې ډېر توپیر دی. دا د نورو کارکوونکي انګېزه له منځه وړي، دغسې مسئلې ته باید پاملرنه وشي.)) خو د مالیې وزارت اداري مرستیال بیا وایي، هغه کسان چې د سي بي ار پروګرام له لارې استخدامیږي، د هغو افرادو په نسبت چې په نورو بستونو دندې اجرا کوي، ماهر او وړ کسان دي؛ نو ځکه یې معاشونه او امتیازات توپیر کوي. بلخوا د اداري اصلاحاتو کمسیون او ملکي خدمتونو د استخدام کمېټې غړی سید حشمت‌الله هاشمي وایي: ((په ادارو کې د معاشونو ناانډولي د اندېښنې وړ ده، خو دا له دې کبله ده چې دا کسان وړ، کارپوه او مسلکي دي.))

د یادونې وړ ده چې د ان ټي اې لایحې له مخې د امتیازلرونکو کسانو تر ټولو لوړ معاش ۳۲۰زره افغانۍ او تر ټولو ټيټ معاش ۱۸زره افغانۍ دی، خو په عادي ملکي برخو کې د لومړي بست تر ټولو لوړ معاش ۳۲۵۰۰ افغانۍ او تر ټولو ټيټ معاش ۵زره افغانۍ ټاکل شوی.

زيات لګښت

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمسیون رییس نادر نادري وایي، د ملي یووالي حکومت تر جوړېدو وړاندې په ۲۰۱۴میلادي کال کې یوازې ۴۲تنه د سي بي ار پروګرام له لارې استخدام شوي وو. د نوموړي په خبره یوازې د همدغه شمېر کسانو د استخدام په پروسه تر دوه ملیونه ډالرو زیاتې پیسې لګول شوي دي: ((متاسفانه باید ووایم چې هر استخدام نږدې په ۵۰زره امریکایي ډالرو موږ ته تمام شوی دی.)) خو نادري دا ونه ویل چې اوس هر استخدام په څومره ډالرو تمامېږي؟ په هرحال نادري وايي، هغه مهال د سي بي ار پروګرام د استخدام پروسه ډېره اوږده وه، ولې اوس دا پروسه رالنډه شوې ده: ((تر دې وړاندې د استخدام هرې پروسه شاوخوا اتو میاشتو ته اړتیا لرله، اوس دغه پروسه ۳۸ ورځو ته راټیټه شوې چې دا د اصلاحاتو ښکارندویي کوي.)) د یادونې وړ ده چې نړیوال بانک د سي بي ار پروګرام تمویلوونکی دی، موږ ډېره هڅه وکړه چې په دغه راپور کې د دغه بانک نظر هم راواخلو، ان څو ایمیلونه مو د دغه بانک له مسوولینو سره تبادله کړل، خو متاسفانه داسې څوک مو ونه موند چې په دې اړه موږ ته معلومات راکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA