ads

جمهور رئيس غني د روغتيايي خدمتونو پر معياري كولو ټينګار وکړ

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، د روغتونونو د بدلون، د روغتيايي سيسټم د معياري کولو او د ډاکټرانو د سويې د تثبيت په برخه کې هر اخيستل شوى ګام په حقيقت کې د ميليونونو انسانانو ژغورل دي.

نویسنده: mayar
2 کب 1396

هغه پرون په ارګ كې د ډاکټرانو د نوم ليکنې الکترونيکي سيسټم د لومړي پړاو د پرانيستې مراسمو کې، چې د افغانستان د طبي شورا په نوښت جوړ شوی وو، ګډون او وينا وکړه.

جمهور رئيس غني وويل، چې د هېواد د روغتيايي خدمتونو معياري کول په ډاکټرانو او د دې برخې په کارکوونکو پورې اړه لري.

نوموړي د هېواد د روغتيايي بنسټونو پر غير سياسي کولو ټينګار وکړ او زياته يې كړه، چې خلك د پراخو اصلاحاتو غوښتونكي دي.

بلخوا د افغانستان د طبي شورا رئيسې نسرين اورياخېل وويل، د ډاکټرانو ثبتول دا اسانتياوې برابروي، چې د هغوى د شمېر، تحصيلاتو او تجربو د کچې په اړه معلومات ترلاسه کړي.

هغې زياته كړه، د ډاكټرانو نوم ليکنه په ملي او نړيواله کچه د هغوى اعتبار زياتوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA